د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکی مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د ترک او افغان سوداګرو د ټولنې له مشر ښاغلي علاالدین دولت اولګر او د ترکیې یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي علاالدین د ټولنې د جوړېدو موخې او فعالیتونه له ښاغلي راشد سره شریکې کړي او همداراز په ترکیه کې یې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکی مرستیال د ښاغلي علاالدین او مل پلاوي هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په ترکیه کې دې د مېشتو افغان کډوالو قانوني ستونزو ته رسېدنه وشي.
دغه راز ښاغلي راشد په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو په هر اړخیزه ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی او په خپله خوښه او عزتمند ډول یې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د راستنېدو غوښتنه کړې ده.

