د سرحدي پولیسو لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان په مشرۍ یوه پلاوي چین ته سفر وکړ.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي، یاد پلاوی د کډوالۍ د مدیریت همکارۍ په هغه غونډه کې برخه اخلي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون چین کې جوړيږي.
د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به د سرحدي خطرونو پر مخنیوي او د تګ او راتګ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو خبرې وشي.

