د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د (R.C. International) هندي شرکت له رییس ګوروونډر سنه مالهوترا سره لیدنه کړې.
کرنې وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه خبرې شوي، چې تازه او وچې مېوې، زعفران او طبي بوټي په کې شامل دي.
ښاغلي عثماني په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان کرنیز محصولات عضوي، باکیفیته او د هند بازار د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.
ورته مهال، د هندي شرکت رییس ویلي، چې دوی د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پېرلو او د هند بازارونو ته د عرضه کولو لپاره چمتو دي.

