ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشیر کې د نږدې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر ویاند سیف‌الدین لټون وایي، چې د دې ولایت په دره او پریان ولسوالیو کې د ۶۱ میلیونه او ۸۳۸ زره افغانیو په لګښت د ۴۰ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې.

د نوموړي په وینا، په دې پروژو کې د اوبولګولو کانالونو، کانکریټي او حامه سړکونو، استنادي دېوالونو، پلو لارو او زینو جوړول شامل وو، چې د اکتید موسسې په مالي لګښت پلې شوې دي.

ورته مهال د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د دې پروژو پلي کول ستره لاسته‌راوړنه بللې او د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې د نورو پروژو د پلې کېدو ډاډ ورکړی دی.