د ترکیې هېواد په دې مرسته کې درمل د عملیات خونو استرېل ماشینونه، رادیوګرافۍ کسېټونه، د اکسري ماشینونه، اکسیجن اړوند لومړني وسایل او نور بېلا بېل طبي توکي شامل دي.
یاد وسایل د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رییس مولوي محمد داود منصوري او نورو مسولینو په شتون کې دې وزارت ته سپارل شوي.
مولوي محمد داوود منصوري د ترکیې هېواد له دې مرستې مننه کړې او په روغتیايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګارکړی.