برېتانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال په رسمي ډول فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د خپلواک دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې نن د فلسطینیانو او اسرائیلیانو لپاره د سولې او دوو دولتونو د حللارې د هیلې بیا را ژوندي کولو په موخه برېتانیا په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده.
نوموړي له هېوادونو غوښتي، تر څو د سولهییز راتلونکي په موخه خپلې هڅې یو ځای کړي.
همدارنګه پرون یکشنبه کاناډا د جي۷ لومړنی غړی هېواد شو، چې فلسطین یې په رسمیت وپېژانده. وروسته اسټرالیا هم اعلان وکړ، چې د فلسطین دولت یې په رسمیت وپېژانده.
له بل لوري د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پائولو رانګل پرون یکشنبه ویلي، چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پرتګال د دايمي استازولۍ په مقر کې خبریالانو ته ویلي، چې د فلسطین په رسمیت پېژندل د غزې انساني ناورین نه شي ختمولای.
د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په غزه د لوږې روان وضعیت او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو له لوري د ښارګوټو پراختیا هم غندلې ده.
د بلجيم او فرانسې په ګډون به يو شمېر نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو د سرمشريزې پر مهال فلسطین په رسميت وپېژني.
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون په جولای میاشت کې ویلي وو، چې هېواد به یې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
تېر کال هم اسپانیا، ایرلنډ او ناروې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.
فلسطین تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې څخه ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.

