په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر مفتي محمدالرحمن په دې هېواد کې د قرغیزستان له سفیر داستان دوشیکیوف سره وکتل.
قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په امنیت شورا کې د قرغیزستان د غړیتوب د ملاتړ او د اقلیم بدلون په برخه کې د ګډو همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
د دې سفارت په وینا، په پای کې دواړو لوریو پر ګډو همکاریو، دوستانه اړیکو او د یو بل پر دومداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

