د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د شهرک افغانيه په کلي کې د دوو کورنيو تر منځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سر را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو لورو ته يې لويې ستونزې پېښې کړې وې، حل شوه.
د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رییس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونه د قومي مشرانو، مصلحینو او علماوو په هڅو يوه غونډه رابلل شوې وه، چې علماوو د بښنې، يووالي، حق او عدالت په اړه خبرې پکې وکړې او له ښکېلو لورو څخه یې ژمنې واخیستې.
په پای کې مسولينو د يوې عادلانه پرېکړې پر بنسټ دواړه خواوې په پوره رضایت سره د شخړې د حل په موخه فيصلې ته چمتو کړې، يو بل يې وبښل او د يادې شخړې اوږده لړۍ پای ته ورسېده.

