ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي ملي اردو ۱۰۰ مجاهدین له پوځي او مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د اسلامي ملي اردو ۱۰۰ مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌ عنه د جګړه‌يیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د D-30 توپ او SPG-9 د ساتنې او څارنې، د لارې تطهیر، منځنۍ شبکې، مالي بریدملانو او بریدملانو د رهبریت له مسلکي زده‌کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د زده‌کړو مرستیال مولوي محمود قانع، د جګړه‌ییزو تامیناتو ښوونځي قوماندان مولوي عبدالجلیل بدري او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو یادو فارغانو ته د مسولیتونو د ښه ترسره کولو په پار اړینې سپارښتنې او لارښوونې کړې او ویلي یې دي: “نیتونه مو اصلاح کړئ او په صداقت او ژمنتیا سره اسلامي نظام ته خدمت وکړئ. همدارنګه هڅه وکړئ چې تر لاسه کړې زده‌کړې او مهارتونه نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ.”

ورته مهال نويو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده‌کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه ساتنه وکړي.