ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د تعلیمي بنسټونو د کیفیت ارزونې په موخه خوست ته سفر کړی

د پوهنې وزیر د تعلیمي بنسټونو د کیفیت ارزونې په موخه خوست ته سفر کړی دی.

نوموړي د خپل سفر پر مهال له یو شمېر امارتي مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه کړې ده.

د خوست د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول د دې سفر موخه د تعلیمي بنسټونو کیفیت ارزول، د زده‌کوونکو حالت څارل او د ښوونې چاپېریال ښه کول ښودلي دي.

په دې کتنه کې د پوهنې وزیر ټینګار کړی، چې د زده‌کړو د کیفیت لوړولو لپاره باید ښوونیز چاپېریال ته جدي پاملرنه وشي.