ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سویل لوېدیځ زون ته د افغانستان بانک د پلاوي سفر؛ په سرحدي سیمو کې د افغانۍ پر ترویج ټینګار شوی

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ د دې بانک پلاوي سویل لوېدیځ زون ته سفر کړی او د افغانستان بانک اړوند زون استازولیو، سوداګریزو بانکونو او صرافیو له فعالیتونو څخه یې لیدنه کړې ده.

یاد پلاوي د افغانستان بانک اړوند برخو (خزانو، مدیریتي چارو او اسنادو) او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو او صرافیو د فعالیتونو څارنه او ارزونه کړې ده.

د لیدنو پر مهال د افغانستان بانک لومړي مرستیال مسولینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې کړې، تر څو د خلکو لپاره غوره، چټک او شفاف بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

یاد پلاوي د کندهار، هلمند، روزګان او زابل له ولایتونو هم لیدنې کړې، چې په ترڅ کې یې له مسولینو سره د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې کړې او د حل لپاره یې اړینې سپارښتنې کړې دي.

دې پلاوي د سپین‌بولدک له استازولۍ څخه تر لیدنې وروسته په سرحدي سیمو کې د افغانۍ د ترویج او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د سیمه‌ییزو اسعارو د کارونې د مخنیوي په موخه له مسولینو سره لیدلي او له دوی یې غوښتي، چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانۍ د کارونې لپاره د افغانستان بانک له متحدالمالونو سره سم اړین تدابیر ونیسي.

همدارنګه مجاهدینو ته د اسعارو د قاچاق د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شوي او له هغوی غوښتنه شوې، چې په پوله کې د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د افغانستان بانک او اړوندو ادارو سره نږدې همکاري وکړي.