ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اندونیزیا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د اسلامي امارت د سفیر کتنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

په جاکارتا کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د اسلامي هېوادونو په چارو کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال محمد انیس ماتا سره وکتل.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوستانه اړیکو د پراختیا او د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد سفارت په وینا، مولوي سعدالله بلوچ د کابل او جاکارتا تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا او دوام ټینګار کړی دی.