ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغیس پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په بادغیس پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو مهمو پروژو د چارو پرانیسته وکړه.

لوړو زده‌کړو وزات وایي، په دې پروژو کې د پوهنتون حلقوي سړکونو، جومات او د احاطوي دېوال پر جوړولو سربېره یو شمېر نورې چارې شاملې دي.

لوړو زده‌کړو وزارت زیاتوي، چې ښاغلي ندیم بادغیس ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوې ستره غونډه کې د علم پر اهمیت خبرې کړې او محصلین یې دیني او عصري زده‌کړو ته هڅولي دي.