ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۳۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۰۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۸۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۶۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰)کورنیو سره مجموعًا (۳۳۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۹)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵۳۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۳۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲۲۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۳۵)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۸۶۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۰۴)کورنیو سره مجموعًا (۴۱۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۴۷۸۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۴۳۸)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۷۴۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۴۰۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۳۸۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۰۶)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۶۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۷۱)کورنیو سره مجموعًا (۴۶۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۵۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۸۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه (۵۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۵)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۶۷۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۶)کورنیو سره مجموعًا (۵۵۶)افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۱۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱۹)تنه و، کندوز، پنجشیر، بلخ، بغلان، غزني، بدخشان، خوست، لوګر، سمنګان، کاپیسا، پروان او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۶۸۰۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال: (۱۶۰۶)کورنۍ او (۱۰۱۸۹)افراد

لېږدول شـوي کډوال: (۷۸۹)کورنۍ او (۴۲۴۵)افراد

مرسته شوي کډوال: (۱۳۹۸)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۴۳۹)عــــدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا