د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني پخپل کاري دفتر کې د شیخ عبدالحمید په مشرۍ د بنګلهدېش هېواد د علماوو له یوه پلاوي وکتل.
قاضي القضات په پيل کې د راغلي پلاوي هرکلی کړی او د هغوی راتګ يې له افغانانو او اسلامي امارت سره د مخلصانه مینې څرګندونه بللې ده.
نوموړي ویلي، چې له ډېرو کلونو جګړو او کړاوونو وروسته په افغانستان کې د ولس له غوښتنې سره سم یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی، داسې نظام چې د افغانانو د قربانیو پایله ده او نن ټوله اسلامي نړۍ پخپلو هېوادونو کې د داسې نظام د تطبیق غوښتنه لري.
شیخ عبدالحکیم حقاني زیاته کړې، د اسلامي امارت د زعیم لارښوونه دا ده چې چارواکي دې د ولس په خدمت کې وي، د خلکو ستونزو ته دې په وخت رسېدنه کوي او د محاکمو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستې وي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه عدل را منځته کول، د الله تعالی د احکامو تطبيق او عملي کول دي، چې دا د محاکمو په وسيله ترسره کېږي؛ نو پر همدې اساس چې د اسلامي نظام اهداف په ښه ډول تطبيق شي، د محاکمو په چوکاټ کې د قضاء په برخه کې ښه تجربه او کلونه سابقه لرونکي علماء او هغه تازه له اسلامي علومو فارغ، روزل شوي او مسلکي قاضیان په کار ګومارل شوي دي، چې د قضاء په برخه کې ښه وړتيا لري، تر څو دوسیو ته په عادلانه او دقیق ډول رسېدنه وشي.
د بنګلهدېش د علماوو پلاوي د خپلې وینا پر مهال له قاضي القضات څخه مننه کړې، چې هغوی ته يې د لیدنې زمینه برابره کړې ده.
دوی ویلي، موږ دلته د اسلامي نظام هغه نمونه وليده، چې باید یو واقعي اسلامي حکومت يې ولري. زموږ د سفر لویه موخه دا ده، چې له افغانستان څخه د دې تجربې هدایت او رهنمایي خپل هېواد ته یوسو، تر څو د اسلامي حکومت د جوړښت لپاره ګټه ترې واخلو.
په دې ناسته کې دواړو لوریو تر منځ د اسلامي حکومتولۍ، د علماوو د رول، د اسلامي امت د یووالي او محاکمو د کاري طرز العملونو په اړه هم خبرې شوې دي.

