د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۳۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۳۸۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۶۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴)کورنیو سره مجموعًا (۳۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵۷)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۳۲۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۳۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۲۳۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۸۵)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۳۳۴۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۰۵)کورنیو سره مجموعًا (۲۵۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۳۹۰۷)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۳۲۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۶۶۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۹۹۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۴۰۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۳۲)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۲۱۲۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹۳)کورنیو سره مجموعًا (۴۹۰۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۰۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې (۹۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه (۸۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۸۵)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۴۷۰۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۷)کورنیو سره مجموعًا (۸۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱۹)تنه و، کندز، پنجشیر، بلخ، بغلان، غزني، بدخشان، خوست، لوګر، سمنګان، کاپیسا، پروان او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۶۸۰۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: (۱۵۲۹)کورنۍ او (۷۷۷۲)افراد
لېږدول شـوي کډوال: (۸۳۸)کورنۍ او (۴۶۲۱)افراد
مرسته شوي کډوال: (۱۲۲۴)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۰۸۵)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

