ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازي د اسیا-پاسیفیک سیمې د چمتوالي په سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ارزونې او تلپاتې پراختیا رییس انجینر جاویدالله حماد د افغانستان په استازیتوب د میناماتا کنوانسیون د غړو هېوادونو د شپږمې ناستې (COP-6) لپاره د اسیا-پاسیفیک سیمې د چمتوالي په سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ.

یاده غونډه د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۲۳ ـ ۲۴ نېټه په ټایلنډ کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) په همغږۍ جوړه شوې وه.

په غونډه کې د سیمې هېوادونو استازو د زهرجنو موادو او محصولاتو د کارونې د مخنیوي، د وړې کچې د سرو زرو د کان‌کېندنې ستونزو، د زهرجنو کثافاتو مدیریت، د مالي سرچینو برابرولو، تخنیکي مرستو، د ظرفیت لوړونې او د چاپېریال ساتنې په نړیوالو همکاریو بحثونه او نظرونه شریک کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ارزونې او تلپاتي پراختیا رییس د افغانستان دریځ څرګند کړی او ټینګار یې کړی، چې هېوادونه باید د زهرجنو موادو د کارونې په کمولو او د بشري روغتیا او چاپېریال د خوندیتوب لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي په ځانګړي ډول له نړیوالو ادارو او پرمختللو هېوادونو څخه د مرستو غوښتنه کړې، تر څو وروسته پاتې هېوادونه د میناماتا کنوانسیون د پلي کولو لپاره اړین تخنیکي، مالي او ټکنالوژیکي ملاتړ تر لاسه کړی شي.

دا غونډه د سیمې هېوادونه د COP-6 رسمي ناستې ته، چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳ ـ ۷ نېټه ترسره کېږي، د چمتووالي په موخه جوړه شوې ده.