اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو هغه مثبت دریځ ستایلی، چې له افغانانو څخه یې د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ د ټولې سیمې په ګټه دی.
د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو پلي کولو، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانان د بیا رغونې په چارو کې یوازې پرې نهږدي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي: “تاجکستان د سولې، ثبات او امنیت تر څنګ د اقتصادي پرمختګ لپاره له خپل ګاونډي افغانستان څخه ملاتړ کوي. موږ چمتو یو چې په دې برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړو او په نړیواله ټولنه هم غږ کوو، چې له افغانانو سره مرستې وکړي.”
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي: “د افغانو د سولهییز او با ثباته ژوند لپاره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کوو او دا ډیره مهمه ده، چې د دغه هېواد د انزوا مخه ونیول شي. موږ پلان لرو چې د دې هېواد په اقتصادي برخو او اساسي بنسټونو کې پروژي پلې کړو.”
د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان په اړه مثبت دریځ ستایلی او ویلي یې دي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د ملګرو ملتونو ۸۰یمه کلنۍ عمومي غونډه تېره سېشنبه، د تلې پر لومړۍ نېټه د امریکا په نیویارک کې وشوه.

