ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې په غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې په پینځمه نړيواله غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په پيل کې د دې نړيوالې غونډې په جوړولو خوښي ښودلې او څرګنده کړې یې ده، نن د خوښۍ ځای دی چې د امنيت او ارامۍ له کبله افغانستان د دغه ډول لويو غونډو کوربه دی او له بېلابېلو هېوادونو نه پکې ډاکټران او پروفيسوران راټول شوي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له لوري د هېواد د خصوصي سکټور د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، دوامداره جګړو مختلفو سکټورونو په ځانګړي ډول روغتيايي سکټور ته درانه زيانونه اړولي دي.

ښاغلي حنفي زياته کړې، اوس خوشبختانه زموږ ډاکتران او متخصصين هڅه کوي خنډونه له منځه يوسي او افغان ملت ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال افغان ډاکټرانو او پروفيسورانو ته په خطاب کې ویلي، وخت رسېدلی چې خپله پوهه او تجربه د هېواد نوي نسل ته ولېږدوي او له دې لارې د ټولنې او هېواد خدمت وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې له ډاکترانو او متخصصينو څخه غوښتي، چې په هېواد کې دننه د ډاکټرانو د ظرفيت لوړولو او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت ښه کولو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د هېواد روغتيايي سکټور وکولای شي، خپل ځان له نړيوالو منل شویو معيارونو سره برابر کړي او د ناروغانو او پايوازانو باور هم ترلاسه کړي.