د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۹۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۶۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۲۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه (۱۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰)تنه و، کابل او هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۸۸۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸)کورنیو سره مجموعًا (۲۲۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۹۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۴۶۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۸۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۱۴۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۶۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۹۰۸۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۹۰)کورنیو سره مجموعًا (۴۰۹۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۲۱۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۳۷۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۵۰۸)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۰۴۸)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۵۸۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۲۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۷۰۳۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۱۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې (۱۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه (۷۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۶۵)تنه و، دیشو، بینادر، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۷۵۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۷)کورنیو سره مجموعًا (۷۰۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
پکتیکا
انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۱۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: انګور اډه کې (۶۹) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۳۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۰۸)تنه و، کندوز، بلخ، بغلان، خوست، سمنګان، فاریاب، جوزجان، تخار، کاپیسا، پروان او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۰۵۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۱۳۳۲)کورنۍ او (۷۳۴۸)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۱۱۴۳)کورنۍ او (۶۵۲۳)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۱۴۸۵)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۹۸۷)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

