ایران، روسیې، چین او پاکستان په یوه ګډ بیان کې افغانستان ته د امریکا او متحدانو له هر ډول احتمالي پوځي بېرتهراستنېدو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
یادو هېوادونو د افغانستان پر ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی او د امریکا له لوري یې یاد هېواد کې د پوځي اډو د بیا ځای پر ځای کولو په مخالفت کې ویلي؛ چې دا اقدام به د سیمې هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي.
همدارنګه دغو هېوادونو په یوه اعلامیه کې ويلي(امریکا او د ناټو غړي باید د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي او د دغه هېواد د اقتصاد، پراختیا او د خلکو د هوساینې لپاره مثبت فرصتونه برابر کړي. دوی باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ د افغان ولس لاس ته وسپاري.)
که څه هم تازه اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې په تړاو څه ندي ويلي خو؛ تر دې وړاندې يي د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و، چې د تېرو ناکامو تجربو پر ځای دې پر عقلانیت ولاړې تګلارې غوره شي.

