په بیجینګ کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر لیو جینسونګ سره لیدنه کړې.
په چین کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، قونسلي خدمتونو او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي لیو جینسونګ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي ترڅنګ ویلي، چین او افغانستان د اوږدې مودې راهيسي په صمیمانه او سولهييزه توګه ګډې اړيکې پاللي، چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو اړیکو د ۷۰مې کلیزې لمانځل یې څرګندونه کوي.
ورته مهال مولوي بلال کریمي د چین له لوري د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو کورنیو سره د بشري مرستو قدرداني کړې ده.

