ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا د کولمبیا د ولسمشر ویزه له فلسطین څخه د ملاتړ له امله لغوه کوي

له هغې وروسته چې د کولمبیا ولسمشر ګوستاووپیټرو د جمعې په ورځ نیویارک کې د فلسطین پر ملاتړ په یوه لاریون کې کډون وکړ، امریکا اعلان وکړ چې د نوموړي ویزه به لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه یې د کولمبیا ولسمشر د بې پروا او تحریک امېزو اقداماتو له امله کړې ده.

پېټرو په دې لاریون کې له امریکایي عسکرو غوښتي وو، چې وسلې د خلکو لور ته ونه نیسي او د ټرمپ د پیروۍ پر ځای دې د انسانیت لاره غوره کړي.