ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: روسیه پر لوېدیځ د برید پلان نه لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اتیایمې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې روسیه پر لوېدیځ د برید پلان نه لري.

نوموړي ناټو او اروپایي ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې مسکو به پر روسیه هر ډول برید ته پرېکنده ځواب ورکړي.

نوموړي د اوکراین د ولسمشر ولودېمیر زېلینسکي له هغه تور وروسته، چې د روسیې ډرونونه او الوتکې د ځینو اروپايي هېوادونو هوايي حریم ته ننوتلې او نقض کړی یې دی، دا څرګندونې کړې دي.