ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د ننګرهار د خوړو او درملو ریاست څخه لیدنه کړې

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ښاغلي ډاکټرعبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي د ننګرهار د خوړو او درملو ریاست او په دې ولایت کې د خوړو د کیفیت د کنټرول له لابراتوار څخه لیدنه کړې.

ښاغلي عمر ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملې ادارې د ریاست د چارو څخه لیدنه کړې او د دې ریاست د ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ یې ورته د چارو د ښه سمون په موخه اړینې سپارښتنې کړې.

د یادونې وړ ده چې د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال له پیل څخه تر دې دمه د کابل په شمول نهه ولایتونو کی د خوړو او درملو ملي ادارې عملاً خپل فعالیت پیل کړی او پاتې ولایتونو کې یې افتتاح لړۍ دوام لري.