د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي شرکت ګروپ تخنیکي مسولینو د یوې ناستې په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو راپور وړاندې کړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور هم ګډون کړی و.
نوموړي د چارو پر چټکتیا باندې د ټینګار تر څنګ د عزیزي شرکت ګروپ مسولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او د هېواد د انرژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې یې د دې شرکت پانګونه حیاتي بللې ده.
ورته مهال، د عزیزي شرکت ګروپ مسولینو د ګډو همغږیو او همکاریو په ستایلو سره د چارو د چټکتیا لپاره خپل چمتووالی او هوډ څرګند کړی دی.

