د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۱۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۱۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۴ کورنیو سره ټولې۸۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۹تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۹۵۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له نیمروز څخه ۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴تنه و، هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۱ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸کورنیو سره ټولې۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۳۸تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۵۰عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۲۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۴۲۸تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۲۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۸۲۳تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه ،۳۲۲ زره او ۱۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۹۵کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۹۱۴خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۶۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۹۳کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۹۳۰تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۰۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۹۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۴۷ زره او۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶۶کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۷۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۵۷عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۰۶تنه و، پکتیا، بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان، تخار، سمنګان، خوست، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۶۷۰ زره او ۳۱۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي مهـاجرین: ۸۱۰کورنۍ او څلور زره او ۲۴۵وګړي
لېږدول شـوي کډوال: ۹۱۳کورنۍ او پینځه زره او ۲۲۹وګړي
مرسته شوي کډوال: ۹۱۳کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۷۱عــــدده

