عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک، د دې ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي محمد ادم مسلم او یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا د کندهار په عینو مېنه کې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې.
یادې لیدنې شپږ نیم ساعته دوام کړی، چې پکې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د بستر شویو ناروغانو پوښتنه او د حالت ارزونه کړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین ټولو ناروغانو ته د خدای ج له لوی دربار څخه د سالمې روغتیا غوښتنه کړې او وروسته یې د یاد روغتون د واټونو او ټولو برخو څخه هم لیدنه کړې.
امیرالمؤمنین د دغه روغتون د مسولینو او روغتیايي کارکوونکو ستونزو او غوښتنو د اوریدو وروسته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی.
همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین د بستر ناروغانو او د روغتون ټول روغتیايي کارکوونکو سره نغدي مرسته کړې او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه کړې.