ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د سرور کاینات (ص) په منقبت کې نعتیه مشاعره ترسره شوه

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سرور کاینات ص په منقبت کې شانداره نعتیه مشاعره ترسره شوې، چې پکې د یاد ریاست رییس مولوي انعام الله سمنګاني، د ښاروالۍ مرستیال مولوي قدرت الله وصال، د کندهار پوهنتون رییس مولوي اکرم شاه عاصم، اداري مسولینو، شاعرانو، ادیبانو او ګڼو خلکو ګډون کړی و.

 د کندهار اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې اوس زموږ په هېواد کې ازادي، امنیت او یو اسلامي نظام حاکم شوی، موږ شرعي امیر لرو، چې په ټول هېواد کې پوره واک لري، نو تر بل هر وخت ډېر دلته شرعي ارزښتونو ته اعتبار ورکول کیږي.

 ښاغلي سمنګاني زیاته کړې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي زموږ ویاړ ده، باید هر وخت د رسول الله ص ارشادات او سنت په خپل ژوند کې عملي کړو، تر څو په دنیا او اخرت کې کامیابي تر لاسه کړو.

 مولوي قدرت الله وصال ویلي؛ د رسول الله ص اخلاق او صفات بي شمېره دي، په ژوند کې یې د مسلمانانو او کفارو سره اخلاق او کړه وړه بې ساري دي، نوموړي هغه غوښتنه کړې، چې باید په خپل ټول ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت عملي کړو.

 د مشاعرې په برخه کي شاعرانو او نعت ویونکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ژوند، اخلاقو او صفاتو بېلا بیل نعتونه او شعرونه ویلي.