ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د یونیسف ادارې عمومي مسول فران سره لیدنه کړې

په یاده لیدنه کې د یونیسف ادارې د Social Behavioral Change Wash, Nutrition او د روغتیا د برخې مسولینو هم شتون درلود، چې د خپلو فعالیتونو لنډ راپور یې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد ته وړاندې کړی.

 ډاکټر قلندر عباد د دوۍ د فعالیتونو راپور د اورېدلو ترڅنګ ویلي، هڅه باید وشي ترڅو اغېزمنه، اوږد مهاله او د افغانستان د روغتیا د برخې لومړیتوبونو سره سم روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شي.

ښاغلي عباد همداراز ویلي، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کېدو او سپینو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسېدلو لپاره باید ډېره پاملرنه وشي.