ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مرکزونو څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روغتیایي چارو قوماندان دوکتور محمدطاهر احرار په ملتیا د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو نویو جوړې شویو څانګو او پولي کلینیک څخه لیدنه کړې.

 د روغتیایي چارو مسولینو او ډاکټرانو خپل راپورونه، وړاندیزونه، کړنې، لاسته راوړنې او همدارنګه نوې فعالې شوې څانګې اندوکرینولوژي، سيټي سکن دستکا، او طبي ماشین الاتو فعالیدل له رهبري سره شریک کړي.

 ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزیر له ناروغانو سره د نیک چلند په کولو او نویو څانګو او ماشین الاتو په فعالیدلو سره د دوی شپه او ورځ هڅې ستایلي او همدا راز د دوی د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو ډاډ ورکړی.