ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د اړیکو مرکز پرانیست

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز د رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن په ملتیا د اړیکو مرکز په رسمي توګه پرانیست.

ډاکټر قلندر عباد د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز کړنې ستایلي او ویلي يي دي، چې د اړیکو مرکز د خلکو ځوابونو او اندېښنو ته په ځواب ویلو کې اړین رول لري.

سرپرست وزیر د پرانیستنې پرمهال ویلي؛ دا د اړیکو د مرکز مسولیت دی، چې د اړوند څانګو سره په همږغۍ د عامو خلکو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.

یاد مرکز د یونیسف په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی او د پولیو له منځه وړلو پروګرام لپاره کار کوي.

 د اړیکو مرکز په عصري وسایلو سمبال او ښه روزل شوي کارکوونکي لري.

 دغه نوی پرانیستل شوی مرکز به د خلکو پوښتنو او شکایتونو ته پر وخت ځواب ویلو سربېره د ټلیفوني اړیکو، صوتي او لیکلو پېغامو او سروې ګانو له لارې د خلکو عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره کار کوي.