ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: هره ستونزه دې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي اصف دراني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لېدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، د تورخم او چمن پر لارو د مسافرو د ستونزو د حل په تړاو خبرې شوې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي؛ چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، د دین، مذهب او کلتور په شمول یې ډېر څه یو په بل پسې تړلي دي، د یوه ګاونډي هېواد په ناامنۍ د بل ګاونډي امن اخلالېدلای شي.

دغه راز یې دې هېواد کې د کډوالو، ښځو او ماشومانو سره د زورزیاتي یا زنداني کولو یادونه کړې، چې باید ودرول شي.

نوموړي زیاته کړې، له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادو پر اړیکو منفي تاثیرات کوي او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت پالیسي ښکاره ده، له هیڅ کوم هېواد سره ترینګلي اړیکې نه غواړي.

ملا خيرالله خیرخواه همداراز ویلي؛ هره ستونزه دې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي او سیاسي مسایل باید د ترانزیټ مانع نه شي، همدارنګه دې پر باډرونو د مسافرو د تګ راتګ پر وخت ګڼي اسانتیاوي رامنځته شي.

د پاکستاني پلاوي مشر اصف دوراني همدارنګه ویلي، چې پر پوله د رامنځته شوي شخړې موضوع به پوره څېړل کېږي او په راتلونکي کې به د داسې پېښو مخنيوی کېږي.

نوموړي همدا راز ویلي پاکستان هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او غواړي چې افغان محصیلنو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیل کړي.