لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله پیغام ولوست، چې له لوړو زدهکړو وزارت سره یې د همکارۍ له کبله د ټولو علماوو او استادانو هڅې ستایلې وې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په دغه پیغام کې مدرسه، پوهنتون، ښوونځی او جامعې د نظام اړتیاوې بللې دي او لوړو زدهکړو بنسټونو مسولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د محصلینو مسلکي زده کړو تر څنګ، د هغوی عقیدې، فکري او مذهبي روزنې ته هم پاملرنه وکړي.
بل لوري د سترې محکمې رییس «قاضي القضات» شیخ عبدالحکیم حقاني په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي نظام استحکام او تنفیذ له عصري علومو پرته نه شي کېدای او زیاته کړې یې ده، چې نظام په عصري علومو پیاوړی کېږي.
د دې ترڅنګ دې غونډه کې د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، چې اسلامي امارت غواړي له ټولو پوهنتونونو او مدرسو څخه په اسلامي عقیده، مفکوره او ارزښتونو سمبال فارغان ولري.
د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغه علماء کرام او استادان هم ستایل شوي، چې د تحصیلي سیستم د مختلفو برخو په پیاوړتیا کې یې رغنده رول لوبولی و.

