کورنیو چارو وزارت د بېاسناده موټرو مالکانو ته خبرداری ورکړی، چې د روانې لړم میاشتې له لومړۍ تر اوومې نیټې دې خپل وسایط له کابل څخه د خپلې خوښې ولایت ته د اسنادو د ثبت او سټېکر ترلاسه کولو لپاره ولیږدوي.
یاد وزارت په وینا: «کورنیو چارو وزارت د مخکې خپرې شوې خبرتیا په تعقیب ټولو هغو هېوادوالو ته یو ځل بیا جدي سپارښتنه کوي چې خپل خلاف لاس (ښي لاس) اشترینګ لرونکي نقلیه وسایط، چې تر اوسه ثبت نهدي او هېڅ ډول سند نه لري، ژر تر ژره د نننۍ نېټې (۳۰ میزان ۱۴۰۴) لمریز کال څخه د یوې اونۍ په موده کې له کابل ولایت څخه د خپلې خوښې ولایت ته د ثبت او سټېکر لپاره ولیږدوي.»
د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته په کابل کې هېڅ ډول بېاسناده او بې نمبر پلېټه نقلیه وسایطو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي، او له یادې نېټې وروسته به د دغو وسایطو مالکانو موټر د ترافیک پولیسو له لوري ونیول شي، چې مالکان یې د شکایت حق نلري.
همدارنګه، هغه خلاف لاس (ښي لاس) اشترینګ لرونکي نقلیه وسایط چې پخوا یې سټېکر تر لاسه کړی دی، باید ژر تر ژره له اړونده ولایتونو څخه د موقت جواز سیر او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي.

