ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو/ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کمپاین پیل شو

پولیو فري افغانستان پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، د پولیو واکسین کمپاین به له دوشنبې ورځې څخه تر پنجشنبې پورې له روزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې عملي شي.

یاد بنسټ له کورنیو غوښتنه کړې؛ ترڅو هغه ماشومان چې عمرونه یې له پینځه کلونو کم وي، د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي او خپل ماشومان له فلج ناروغۍ څخه وژغوري.

دوي زیاتوي؛ چې ویټامن اې (Vitamin – A) د ماشومانو د لید او اورېدلو د پیاوړتیا او همداراز د ناروغیو پر وړاندې د هغوی معافیت لوړوي، نو د ګوزڼ یا پولیو په دې روان کمپاین کې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ترڅنګ ویټامین اې هم ورکړئ.