د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود، دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال د اسلامي امارت له راتګ سره رامنځته شوي مثبت بدلونونه وستایل او څرګنده یې کړه، چې د انساني او نشهیي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

