ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټلیفوني خبرې کړي

د ترکیې ولسمشر رجب‌ طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه خبرې کړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په خبرو کې دواړو لوریو د ترکیې او امریکا د اړیکو، د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکارۍ او د سیمې او نړۍ د بدلونونو په ځانګړې توګه د وېنزویلا او غزې په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

ښاغلي اردوغان په خپلو خبرو کې د وېنزویلا د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد باید بې‌ثباته نه شي.