د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه پر مهال ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړې، اوس مهال د هرات په روغتونونو کې د زلزلې ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي او هم روغتیايي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې موجود دي او د ټپیانو درملنه کوي.
د نوموړي وینا؛ د عامې روغتیا وزارت د ټیم ترڅنګ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو موسسو ټيمونه هم د خلکو په درملنه کې مرسته کړې او دا مرستې لا هم روانې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د بېلابېلو روغتیايي ټیمونو شتون د مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.