د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او اړونده مسولینو په شتون کې نمانځل شوې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کرنۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیرانو، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریس سربېره د بهرنیو بنسټونو استازو او یو شمېر ډیپلوماتو هم شتون درلود، چې د اقلیمي بدلونونو او رامنځته کېدونکو ستونزو او ننګونو په اړه یې خبرې کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اشغال پر مهال د باروتو او کیمیاوي موادو کارونې، د ځنګلونو وهلو او د افغانستان جغرافیايي موقعیت له امله اقلیمي بدلون د هېواد په کچه منفي اغېزې کړې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې؛ که څه هم افغانستان د مضرو ګازونو په تولید کې ونډه نه لري، خو بیا هم اسلامي امارت د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي، چې د ضرر لرونکو ګازونو د کمښت او کنټرول سبب کیږي.
ښاغلي حنفي، افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد یاد کړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو او بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په راکمولو کې د نړیوالو مسولو بنسټونو پر مرستو تاکید وکړ او زیاته کړې یې ده، د اقلیمي بدلون له امله د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو سربېره هر کال خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه هم اړوي، چې نړیوال باید په دغه برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
نوموړي ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له شدیدې وچکالۍ سره مخ دی او زرګونه هېوادوال له دې اړخه له ستونزو سره مخ دي.
اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې اړین ګامونه اخیستي دي او په دې برخه کې په مسلکي ډول هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت یادو مسولانو په ټینګار سره ویلي، چې د چاپیریال ساتنې او قلیمي بدلون د اغېزو راکمولو په برخه کې مالي منابعو ته د اسلامي امارت نه لاسرسي ستونزې راولاړې کړې دي.