د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد افغانستان کې د ناروې له سفیر پاول کلومان بکن او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو او عمومي روغتیا د سکټور لومړیتوبونو او روغتیايي برخې د همکارانو ترمنځ پر ښې همغږۍ او د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې شوې دي.
ډاکټر قلندر عباد د هرات له زلزله ځپلو سره د نړیوالو همکارانو، چې له هغوی سره یې د روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې ونډه اخیستې وه، مننه او قدرداني کړې.
نوموړي ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو او امکاناتو او همدارنګه د مرستندویه سازمانونو هلې ځلې وې، چې زلزله ځپلو سیمو ته په ډېر بېړني ډول روغتیايي خدمتونه و رسېدل.
همداراز د ناروې سفیر او مل پلاوي د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو پراختیا اړینه بللې ده.
نوموړي ویلي؛ موږ غواړو چې د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړو.