سبا دوشنبه د عقرب په لومړۍ نېټه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي.
ټاکل شوې چې دا کمپاین به کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په موخه پیل شي.
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د دې ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې له پینځو کلونو کمعمره ټول ماشومان دې واکسین کړي، تر څو افغانستان کې ګوزڼ په بشپړ له منځه ولاړ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا؛ افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونو دي، چې تر اوسه پکې د ماشومانو فلج ناروغي په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.
د ګوزڼ واکسینو کمپاین هر کال درې میاشتې د افغانستان په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د عامې روغتیا وزارت د بنسټونو له لوري پیلېږي او په زرګونه له پینځه کلونو کمعمره ماشومان پکې واکسین کېږي.