ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ملي پراختیا شرکت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

په دې مراسمو کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل سربېره د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکتر قلندر عباد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی وو.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل ویلي؛ موږ ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې به د هېواد د نورو سترو او ملي پروژو په څېر په ډېرې چټکۍ سره په ښه کیفیت او کمیت پرمخ یوسو.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد ویلي؛ هڅه مو داده، چې په هېواد کې روغتیایي خدمتونه معیاري کړو، چې ښه بېلګه یې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې د چارو پیل دی.

دغه‌راز هڅه کوو، چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر ویلي؛ د شکر او ویاړ ځای دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په بېلا بېلو برخو کې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ زمینه مساعده شوېده.

نوموړي له عامې روغتیا وزارت غوښتي، تر څو هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ډېره هڅه او کوښښ وکړي.

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپلو خبرو کې د هېواد د روغتیایي برخې له ډاکترانو او کارکوونکو غوښتي، ترڅو د ناروغو هېوادوالو په تداوي کې هر اړخیزه هڅه او کوښښ وکړي او ښه چلندورسره وکړي.

د جمهوریت روغتون د هېواد په سطحه یو له سترو روغتونونو څخه دی، چې د ریفورم او بیارغونې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې.