ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیا پټان ولسوالي کې د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتيا پټان ولسوالي اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د عاجلو ناروغانو د تداوي په موخه یو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد روغتون په پټان ولسوالي کې پاکستان ته د اوښتونکو عاجلو ناروغانو د تداوي په موخه د ترکیې هېواد نداء الخیر ټولنې په مالي لګښت د نصیر خیریه بنسټ په همکاري جوړ او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین، د سرحدي پولیسو لوی رییس جنرال شریف، د پکتیا امنیه قومانداني او عامې روغتیا ریاستونو مرستیالانو او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین د ترکیې هېواد او نصیر خیریه بنسټ له مسولینو مننه کړې، چې د ناروغانو لپاره یې په یاده سیمه کې د لومړنۍ تداوي او انتظار خونو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې روغتون لا په پښو درولو په برخه کې به ولایتي اداره هم بشپړه همکاري کوي.

دغه راز د روغتون طبي پرسونل څخه یې غوښتي، چې د ناروغانو تداوي او د پایوازانو لپاره یې جدي پاملرنه وکړي، تر څو هېڅ ناروغ او پایواز یې له ستونزو سره مخ نه شي.

مرستیال والي له اړوند مسولینو غوښتنه کړې، چې د ناروغانو او نورو مسافرو لپاره دې په یاده سرحدي سیمه کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سرحدي پولیسو لوی رییس جنرال حاجي شریف د دې روغتون پرانستې مراسمو کې له امنیتي ځواکونو او نورو مسولینو غوښتي، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته د اوښتونکو ناروغانو او ولس سره ښه چلند او رویه ترسره کړي.

نوموړي یاد روغتون یو ستر ګام یاد کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په فعالېدو سره به یې پاکستان هېواد ته د اوښتونکو هېوادوالو ډېری ستونزې هوارې شي.

د سیمې اوسېدونکو د دې روغتون په فعالېدو خوښي ښودلې او د اسلامي امارت او ترکیې هېواد اړوند نداء الخیر ټولنې څخه یې مننه کړې، چې دا روغتیایي مرکز یې فعال کړی دی.

د مسولینو پر وینا یاد روغتون د عاجل خونې ترڅنګ، د ښځینه‌وو انتظار لپاره په ځانګړو عصري اطاقونو، مجهز لابراتور، درملتون، مسجد شریف او نور اړوند سهولتونو سمبال دی، چې په شاوخوا ۱.۵ جریبه ځمکه کې په اساسي ډول رغول شوی دی.