د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قومندانۍ رهبري د هڅو په پایله کې د پرمختللیو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره د عصبي جراحۍ ټیم له لوري د ډګروال رنځورمل ډاکټر محمد حسن صاحبي په مشرۍ د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د (مغزو د تومور) پيچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.
اوس مهال د یاد ناروغ روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ دی او همدا راز د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصص ډاکټران شپه او ورځ د هیوادوالو او ملي اسلامي اردو ځوانانو لپاره په خدمت بوخت دي.