ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې او قطر د سرې میاشتې ترمنځ د “تود ژمی” په نوم هوکړه‌لیک لاسلیک شو

دوحه کې د قطر د سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسول ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د “تود ژمی” په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک له مخې به د قطر سره میاشت د افغاني سرې میاشتې له لارې د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکایي ډالرو په برابر د ژمي لپاره اړین توکي پیري او د افغانستان له بې‌وزلو وګړو سره به مرسته کېږي.

د هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي او د قطر د سرې میاشتې نړیوالو پروګرامونو او پروژو مسول ډاکتر احمد صلاح او د قطر د سرې میاشتې عمومي رییس د دفتر رییس عادل علي الباکر او نورو مسولینو ترمنځ د هرات د وروستۍ زلزلې پر زیانونو، مرستو، اړتیاوو او بیا ابادۍ خبرې وشوې.

د قطر د سرې میاشتې مسولینو ژمنه کړې، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به د خیمو او بېړنیو خوراکي توکو په مرستو کې ونډه واخلي.

دغه راز به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه او د یادې ناروغۍ لپاره د افغاني سرې میاشتې د جوړ کړي روغتون په تجهیز کې به مرسته وکړي.