د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کیور بین المللي روغتون له یو شمېر متخصصینو او ډاکترانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کیور بین المللي روغتون سرطبیب ډاکتر یوسف خان هاشمي د یاد روغتون د ډاکترانو او متخصصینو په استازیتوب د دې بنسټ د روغتیایي کادرونو له لوري د ترسره شویو روغتیایي فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات وړاندې کړي.
دوی ویلي، چې د کیور بین المللي روغتون روغتیایي کادرونو په نه ستړې کېدونکو کوښښونو سره د ټولنې له اړتیاوو سره سم معیاري او متوازن روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
د کیور بین المللي روغتون ډاکترانو او متخصصینو زیاته کړې، چې د ټولنې د اړتیاوو پر اساس د دې روغتون د خدماتو پراختیا کوښښ کوي او په دې برخه کې پلانونه ترلاس لاندې لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کیور بین المللي روغتون متخصصینو او ډاکترانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ستاسو فداکاري او هڅې ستایم او خلکو ته د روغتیایي خدماتو په برابرولو کې یې د دوی کوښښونه تقدیر کړل.
ښاغلي حنفي د خلکو ځاني او مالي امنیت او د خدماتو په ځانګړي ډول د روغتیایي خدماتو برابرول یې د اسلامي امارت له اساسي ژمنتیاوو څخه بللي او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت رهبري به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.