ملي دفاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د (ولادي ساعد) اورتوپیدي بریالي عملیات ترسره شول.
د یاد وزارت په وینا؛ دا عملیات د ستر درستیز روغتیایي چارو قومانداني د رهبري په ځانګړو هڅو او د برید جنرال محمد اسماعیل وردګ په مشري د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو له لوري ترسره شول.
یاد وزارت زیاتوي، چې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي پرسونل د پرمختللو طبي وسایلو په درلودلو سره د هېوادوالو او ملي اسلامي اردو ځواکونو د تداوۍ لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.