ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي له یو شمېر اهل تشیع هېوادوالو سره لیدنه کړې

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د امید سبز ښارګوټي او دشت برچي سیمو له یو شمېر اهل تشیع هېوادوالو سره په ولایت مقام کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې اهل تشیع هېوادوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کابل له والي سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

دغه‌راز د اهل تشیع مشرانو په خپلو خبرو کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او موټرونو لپاره د تم ځایونو نه شتون یادونه کړې ده.

دوی د ولس پر وړاندې د امارتي ادارو پر خلاصو دروازو خوښي ښودلې او د اسلامي امارت له همکاریو یې مننه کړې ده.

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دوی ته ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د کابل ولایت د یو شمېر سیمو اهل تشیع هېوادوالو د کابل له والي سره لیدنه کړې وه او دوی د هېواد پرمختګ او کلک امنیت تامین په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او له حاکم نظام څخه یې هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی وو.