ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتيا سرپرست وزير د افغانستان لپاره د ۱۲ هېوادونو له استازو سره په قطر کې ناسته کړې

په ناسته کې له نړيوالو سره د افغانستان اسلامي امارت تعامل، د روغتيا په برخه کې د دوۍ همکاري او د روغتيايي خدماتو د دوامداره معياري کېدو لپاره خبرې شوي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د یادو هېوادونو استازو ته ویلي؛ د افغانستان روغتيايي خدماتو معياري کولو لپاره لا ډېر کار ته اړتيا ده او د دې لپاره بايد نړیواله ټولنه له مونږ سره همکاره اوسي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر بل هر وخت اوس شفافيت منځ ته راغلی، په هېواد کې مو امنيت دی او هر څوک کولای شي په ډاډه شکل د روغتيا په برخه کې له مونږ سره کار وکړي.

 ښاغلي عباد ولسونو ته د لومړني او ثانوي روغتیايي خدمتونو په رسولو ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د افغانستان 300 ولسوالیو کې باید د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړ شي.

سرپرست وزیر ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت په ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو لپاره پلان ترتیب کړی دی، چې په جوړېډو سره به یې ولس ته معیاري، پر وخت او د قناعت وړ روغتیايي خدمات وړاندې شي. د عامې روغتيا سرپرست وزير په وینا؛ ګڼ شمېر کډوال اوسمهال له ګاوڼدیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستنېږي د دوۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ځانګړې کمېټې جوړې شوې دي او د نورو برخو ترڅنګ د دوۍ د روغتیا د برخې لپاره لومړني اقدامات شوي؛ او اړتیا ده چې د نړیوالو همکارانو په مرستې دا همکاري لا غښتلې شي.

په ناسته کې د هېواد د روغتيايي وضعيت، لومړیتوبونو او اړتیاوو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي، چې د يادو استازو له لوري د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شوی.